د پکتیا ولایت د مرکزي زندان د ښوونیزو برخو څخه ۵۱ تنه زندانیان فارغ شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۳۴
پکتیا

د دې ولایت د زندان د ښوونیزو او روزنيزو برخو څخه ۵۱ تنو زندانیانو د دیني، عصري، حرفوي، مسلکي او د انګلیسي ژبې زده‌کړو بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د دې ولایت مرستیال والي محترم مولوي انعام الله "صلاح الدین" د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود وویل، د دې ادارې اړوند په زندانونو کې زرګونه تنه زندانیان په دیني، عصري او حرفوي په زده کړو بوخت دي.
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر زیاتوي ا.ا.ا. بیا واکمنېدو سره په زندانونو کې شکنجه ختمه شوې او اوس زندانونه د اصلاح او روزنې په مرکزونو بدل شوي چې دمګړۍ زندانیانو ته د زده‌کړو زمینې مساعدولو ترڅنګ ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي او د زده‌کړو دا لړۍ د ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې روانه ده. 
په ورته مهال، د پکتیا مرستیال والي محترم مولوي انعام الله صلاح الدين د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ څخه مننې ترڅنګ زیاته کړله؛ د زندانونو ماحول اوس  زده‌کړه‌ییز شوی او زندانیان د بند مودې په تېرولو سره په زده‌کړو سمبال او کورنیو سره د سالمو وګړو په توګه یوځای کیږي.
همداراز، د پکتیا د زندان رئیس محترم مولوي سهیل سعید په خپلو خبرو کې زیاته کړله دوی هڅه کوي زندانیانو ته د دیني او عصري علومو ترڅنګ د حرفوي زده کړو برخه پراخه کړي چې په مټ به يې د جرمونو کچه نوره هم کمه شي.
د یادو مراسمو په پای کې، نوموړو فارغ شویو زندانیانو ته بري لیکونه ورکړل شول.

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۶ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۳
Background image

د پکتیا زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .

BACK TO NEWS