د کندهار ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار پیل شو

news_admin
Tue, Oct 22 2024 2:41 PM
کندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د کندهار ولایت د توقیفخونو د مسوولینو د ظرفیت لوړونې په هدف درې ورځینی سیمینار پیل شو.

د کندهار ولایت د زندان د مسولینو په وینا، یاد سیمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی له دې سره به د دې ولایت د توقیفخونو کارکونکو ته د توقیفیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې، اباتې، دبندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شي.

 

ربیع الثاني ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS