د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۵۷
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(پنجشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د خدماتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او د ماشومانو د اصلاح او روزنې رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د اصولو په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS