د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه
د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم ملا محمد عثمان "عثماني" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
دا راز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، محترم عثماني د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه او پالنه کې ځانګړې پاملرنه وکړو.
جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت