د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
Tue, Dec 05 2023 2:42 PM
کندز

د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم ملا محمد عثمان "عثماني" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
دا راز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، محترم عثماني  د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه او پالنه کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS