د کابل ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې توقیفخونې نوي امنیتي مرستیال په کار پیل وکړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۶:۱۹
معاون نظامی ضصابه

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د بشري سرچینو رئیس محترم قاري محمد ګل، او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي موسی خان "مزمل" د کابل ولایت د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې توقیفخونې د نوي امنیتي مرسیتال د یادې توقیفخونې پرسونل ته معرفي او په چارو کې یې ورته د بریا او خیر دعا وکړه.
محترم بدر د دې مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل: « هیله مند یم چې محترم مولوي مزمل به ترخپل لاس لاندې پرسونل سره ښه چلند کوي او د توقیفیانو له حاله به تل ځان خبروي او ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کوي.»
همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړې توقیفخوني امنیتي پرسونل ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو مشرانو اطاعت او د خپلو دندو د ښه ترسره کولو په موخه له یو بل سره لازمه همکاري او همغږي ولري.
داراز، د کابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نوي امنیتي مرستیال محترم مولوي موسی خان "مزمل" هم یادو مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل: « زه د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پرما د دې دندې د سپارلو او باور له امله مننه کوم او زه هم ژمنه کوم، چې راسپارل شوی مسئولیت به په پوره امانتوالۍ او اخلاص ترسره کوم».
تر یادو مراسمو وروسته، د ادارې د نظامي چاور مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نوموړې توقیفخونې له امنیتي ټاورونو، پوستو او قرارولونو څخه لیدنه وکړه او مربوطه مسوولینو ته یې د دې توقیفخونې د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

ذوالقعده ۲۴/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS