د کابل ولایت د ماشومانو اصلاح او روزنې له مرکز سره د ساري ناروغۍ د مخنوي په موخه د درملو مرسته وشوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۶:۱۰
ماشومان


د کابل ولایت د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز محجوزو ماشومانو لپاره چې په دې وروستیو کې د سترګو په ساري ناروغۍ اخته شوي وو د دوی د درملنې په هدف د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د زرګونو افغانیو په ارزښت درمل وپېرل شول چې د ادارې د باتجربه ډاکټرانو له لوري به په محجوزو ناروغانو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره  وکارول شي.
داراز. د دې مرکز د روغتیایي مسوولینو په وینا:« په تېرو څو ورځو کې د دې مرکز محجوزینو د سترګو له ناروغۍ شکایت درلود، د څېړنو وروسته مو معلومه کړه چې دوی د سترګو په یو ډول ساري ناروغۍ اخته شوي».
همدا راز، مسوولینو زیاته کړه چې د نوموړې ناروغۍ له تشخیص وروسته یې د زندانونو چارو د سمون اداره پرې خبره کړه چې هغوی بې له کومه زنډه اړوند درمل دوی ته په وخت رسوولي چې له دې سره به وکولی شي دې رنځ ته د پای ټکی کېږدي.

ربیع الثاني ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS