د کابل ولايت له محبسونو، توقيفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه(۳۰۰) تنه محکومين، تورن او محجوزين ازاد شول
د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د فرمان پربنسټ، د کابل ولايت د څرخي پله له ښځينه او نارينه محبسونو، مرکزي توقيخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه (۳۰۰) تنه محکومين او محکومينې، توقيفيان او محجوزين خوشې شول.
دغه فرمان، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت صادر شوی، له مخې يې هغه محبوسين، توقيفيان او محجوزين چې د حقالعبدۍ مسئولیت يې نه درلود، د خپل قيد ډېره موده يې تېره کړې وه او د اصلاح نښې په کې ليدل شوې وې، ځينې د سزا د عفوې او ځينې يې د سزا د تخفيف وړ وګڼل شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړيکو رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق" په دې اړه د جوړو شويو مراسمو په ترڅ کې د دې فرمان پر عملي کېدو خوښې څرګنده کړه او له ازادو شويو کسانو څخه وغوښتل، چې کوښښ دې وکړي تر دې وروسته دې د اسلامي شريعت او اصولو خلاف عمل ترسره نه کړي.
بلخوا د کابل ولايت د توقيفخونو رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وويل، د نوموړي فرمان په اساس د محکومينو، توقيفيانو او محجوزينو د سزا د عفوې او تخفيف دا لړۍ همدا اوس د هېواد په ټولو زندانونو کې روانه ده.
داراز، خوشې شويو محکومينو، تورنو او محجوزينو هم په خپلو خبرو کې له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو د ناروا اعمالو له ترسره کېدو څخه د ډډه کولو هيله وکړه، څو يې په وينا د دوی له برخليک سره مخ نه شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ او مسوولينو ډېره هڅه کړې، څو په زندانونو کې د ديني او عصري علومو د ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو د پرګرامونو په پلي کولو سره د زندانيانو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي، چې پرمټ يې دوی وکولی شي له ازادېدو ورورسته خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته د اصلاح شوي وګړي په توګه ښه ګټه ورسوي.
د یادولو وړ ده، چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ۱۶۴۳ تنه د عفوې او ۴۳۳ تنه د تخفیف وړ ګرځیدلي دي.
ذوالحجه-۹/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت
