د کابل ولايت له محبسونو، توقيفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه(۳۰۰) تنه محکومين، تورن او محجوزين ازاد شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۶ - ۱۷:۳۹
رهایی

د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د فرمان پربنسټ، د کابل ولايت د څرخي پله له ښځينه او نارينه محبسونو، مرکزي توقيخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه (۳۰۰) تنه محکومين او محکومينې، توقيفيان او محجوزين خوشې شول.
دغه فرمان، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت صادر شوی، له مخې يې هغه محبوسين، توقيفيان او محجوزين چې د حق‌العبدۍ مسئولیت يې نه درلود، د خپل قيد ډېره موده يې تېره کړې وه او د اصلاح نښې په کې ليدل شوې وې، ځينې د سزا د عفوې او ځينې يې د سزا د تخفيف وړ وګڼل شول.
 د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړيکو رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق"  په دې اړه د جوړو شويو مراسمو په ترڅ کې د دې فرمان پر عملي کېدو خوښې څرګنده کړه او له ازادو شويو کسانو څخه وغوښتل، چې کوښښ دې وکړي تر دې وروسته دې د اسلامي شريعت او اصولو خلاف عمل ترسره نه کړي.
بلخوا د کابل ولايت د توقيفخونو رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وويل، د نوموړي فرمان په اساس د محکومينو، توقيفيانو او محجوزينو د سزا د عفوې او تخفيف دا لړۍ همدا اوس د هېواد په ټولو زندانونو کې روانه ده.
داراز، خوشې شويو محکومينو، تورنو او محجوزينو هم په خپلو خبرو کې له ټولو خلکو په ځانګړې توګه  له ځوانانو د ناروا اعمالو له ترسره کېدو څخه د ډډه کولو هيله وکړه، څو يې په وينا د دوی له برخليک سره مخ نه شي.
 د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ او مسوولينو ډېره هڅه کړې، څو په زندانونو کې د ديني او عصري علومو د ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو د پرګرامونو په پلي کولو سره د زندانيانو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي، چې پرمټ يې دوی وکولی شي له ازادېدو ورورسته خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته د اصلاح شوي وګړي په توګه ښه ګټه ورسوي.
د یادولو وړ ده، چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ۱۶۴۳ تنه د عفوې او ۴۳۳ تنه د تخفیف وړ ګرځیدلي دي.
 
ذوالحجه-۹/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

ولایتي خبرونه: (پروان، خوست، بادغیس) سمینار سه روزی "دینی، عقیدتی و اصلاحی" از سوی ریاست زندان ولایت پروان با هماهنگی اداره فرهنگی تنویر تدویر گردید.

در این سمینار علمای دینی، اساتید پوهنتون ها، شماری از مسئولان ریاست محبس ولایت پروان و زندانیان اشتراک نموده بودند.

محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان گفت: اداره. . .

BACK TO NEWS