د پکتیا او  کندز ولایتونو د زندانونو پرسونل لپاره ۱۵ ورځینی ښوونیز سمینار پای ته ورسېده

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۴
ولایتی

ولایتي خبرونه ( پکتیا، کندز)

دغه سمینار، چې د یادو ولایتونو زندانونو مسوولینو له لورې جوړ شوی و، ،ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې  د پایوازۍ، اعاشې او اباطې، د اسلامي اصولو سره سم د زندانیانو شرعي حقونو ته د پاملرنې سربېره د نظامي اصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د پکتیا ولایت زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د سمینار ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه پورته او  ورته نورو پروګرامونو کې هم په پوره لیواتیا سره برخه واخلي.

همداراز، د کندز ولایت زندان رئیس محترم الحاج ملا نعمت الله "سراجي" نوموړو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړله چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه خپلو عملي چارو کې ګټه پورته کړي.

همداراز، د سمینار ګډونوالو د یادو زندانونو  له مسوولینو څخه د دا ډول ښوونیزو سمینارونو جوړولو په پار مننه وکړله، او په راتلونکي کې دې ته ورته نورو ګټورو پروګرامونو غوښتونکي شول.

 

ذوالحجه الحرام ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۴
Background image

د پکتیا او  کندز ولایتونو د زندانونو پرسونل لپاره ۱۵ ورځینی ښوونیز سمینار پای ته ورسېده

ولایتي خبرونه ( پکتیا، کندز)

دغه سمینار، چې د یادو ولایتونو زندانونو مسوولینو له لورې جوړ شوی و، ،ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې  د پایوازۍ، اعاشې او اباطې، د اسلامي اصولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۱۵
Background image

د نورستان ولایت د زندان د پرسونل لپاره ۱۵ ورځینۍ ښوونیز سمینار پای ته ورسېده

دغه سمینار چې د دې زندان د پلان او اوپراسیون مدیریت له لورې جوړ شوی و، ،ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې د دیني لارښوونو، نظامي اصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۵۸
Background image

د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې په انګړ کې  دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالي وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت په همغږۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې. . .

BACK TO NEWS