د نورستان ولایت د زندان د پرسونل لپاره ۱۵ ورځینۍ ښوونیز سمینار پای ته ورسېده
دغه سمینار چې د دې زندان د پلان او اوپراسیون مدیریت له لورې جوړ شوی و، ،ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې د دیني لارښوونو، نظامي اصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
داراز، د یاد ولایت زندان مسوولینو د سمینار ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه پورته او ورته نورو پروګرامونو کې هم په پوره لیواتیا سره برخه واخلي.
ذوالحجه الحرام ۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
