د پکتیا او کندز ولایتونو د زندانونو پرسونل لپاره ۱۵ ورځینی ښوونیز سمینار پای ته ورسېده
ولایتي خبرونه ( پکتیا، کندز)
دغه سمینار، چې د یادو ولایتونو زندانونو مسوولینو له لورې جوړ شوی و، ،ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې د پایوازۍ، اعاشې او اباطې، د اسلامي اصولو سره سم د زندانیانو شرعي حقونو ته د پاملرنې سربېره د نظامي اصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
داراز، د پکتیا ولایت زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د سمینار ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه پورته او ورته نورو پروګرامونو کې هم په پوره لیواتیا سره برخه واخلي.
همداراز، د کندز ولایت زندان رئیس محترم الحاج ملا نعمت الله "سراجي" نوموړو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغوی ته سپارښتنه وکړله چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه خپلو عملي چارو کې ګټه پورته کړي.
همداراز، د سمینار ګډونوالو د یادو زندانونو له مسوولینو څخه د دا ډول ښوونیزو سمینارونو جوړولو په پار مننه وکړله، او په راتلونکي کې دې ته ورته نورو ګټورو پروګرامونو غوښتونکي شول.
ذوالحجه الحرام ۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
