د هرات په زندان کې د زندانیانو لپاره د تفریحي پارک د بیا رغونې چارې بشپړې شوې
د هېواد زندانونو او زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د هرات ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د تفریحي پارک د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دې زندان د مسوولینو په وینا، د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ یې یادې چارې پیل کړې وې چې په هغه کې د ویجاړو شویو برخو بیا رغول د ګلانو او نورو ونو کینول شامل وو چې کارونه یې په ښه او معیاري ډول بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
داراز، نوموړي مسوولین زیاتوي چې له دې کار یې موخه د زندانیانو لپاره د ښه چاپېریال برابرول، او د دوی د روحي سلامتیا په پام کې نيول دي.
ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت