د هرات په زندان کې د زندانیانو لپاره د تفریحي پارک د بیا رغونې چارې بشپړې شوې

news_admin
Tue, Oct 03 2023 11:46 AM
herat

د هېواد زندانونو او زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د هرات ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د تفریحي پارک د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دې زندان د مسوولینو په وینا، د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ یې یادې چارې پیل کړې وې چې په هغه کې د ویجاړو شویو برخو بیا رغول د ګلانو او نورو ونو کینول شامل وو چې  کارونه یې په ښه او معیاري ډول بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
داراز، نوموړي ‎مسوولین زیاتوي چې له دې کار یې موخه د زندانیانو لپاره د ښه چاپېریال برابرول، او د دوی د روحي سلامتیا په پام کې نيول دي. 

ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS