د ننګرهار ولایت په زندان کې پر نشه یي توکو د روږدو محبوسینو له جملې د لسو تنو درملنه بشپړه شوه
د یاد زندان د مسوولینو په وینا هغه یو شمېر محبوسین چې په بیلابیلو جرمونو محبوس او پرنشه یي توکو هم روږدي وو نن (شنبې) د نوموړو له جملې په درېمه دوره کې د لسو تنو درملنه پای ته ورسېده چې موخه ترې د دوی روغتیا او سلامتي ترڅنګ د بند تر ټاکلې مودې ورسته کورنۍ او ټولنې سره د سالم وګړي په توګه یو ځای کېدل دي.
همدا راز، د دغه زندان روږدو محبوسینو د دوی د بیا روغتیا په هدف له یادې برنامې خوښي و ښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به له داسې ناوړه ګړنو څخه چې هم د انسان روغتیا او هم د ټولنې نظم زیانمنوي ځان لرې وساتي.
شوال المکرم ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړېکو امریت