د ننګرهار ولایت په زندان کې پر نشه یي توکو د روږدو محبوسینو له جملې د لسو تنو درملنه بشپړه شوه

news_admin
Sat, May 04 2024 3:01 PM
ننگرهار

د یاد زندان د مسوولینو په وینا هغه یو شمېر محبوسین چې په بیلابیلو جرمونو محبوس او پرنشه یي توکو هم روږدي وو نن (شنبې) د نوموړو له جملې په درېمه دوره کې د لسو تنو درملنه پای ته ورسېده چې موخه ترې د دوی روغتیا او سلامتي ترڅنګ د  بند تر ټاکلې مودې ورسته کورنۍ او ټولنې سره د سالم وګړي په توګه یو ځای کېدل دي.

همدا راز، د دغه زندان روږدو محبوسینو د دوی د بیا روغتیا په هدف له یادې برنامې خوښي و ښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به له داسې ناوړه ګړنو څخه چې هم د انسان روغتیا او هم د ټولنې نظم زیانمنوي ځان لرې وساتي.

 

شوال المکرم ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړېکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS