د ننګرهار ولایت د زندان پر زندانیانو د یو شمېر ناروغیو د مخنیوي او معالجې په موخه معاینات ترسره شول

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۸
nengarhar

د دغه ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ دې زندان ته یو شمېر‎ ډاکټران د داخله، يوستکي، غوږ او نسایي ناروغیو کنټرول او مخنیوي په موخه استول شوي ول چې نوموړو هم په یادو برخو کې روغتیایي معاینات ترسره کړل.
داراز، د نوموړي زندان مسوولینو دغه معاینات د زندانیانو د ناروغیو معالجې او مخنوي لپاره اړین وبلل او پر دغو ناروغیو له مبتلا زندانیانو څخه یې وغوښتل چې خپلې روغتیا ساتنې ته خاصه پاملرنه وکړي او د ناروغیو د مخنیوي په هدف ځانونه معاینه کړي.
همداشان، د دې زندان د مسوولینو په وینا: یاده برنامه چې د دغه ولایت د روغتيا ریاست سره په ګډه همغږۍ په لاره اچول شوې وه، موخه  ترې د زندانیانو روغتیا ته پاملرنه وه.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو، او د همکارو بنسټونو له لوري د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزي سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
په یادو مرسته شویو توکو کې، د ژمي لپاره بوټونه، جمپرونه، جورابې او داسې نور لازم توکي موجود وو، چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت سره په محجوزینو وويشل شول.
همدا راز، د دې زندان مسوولینو د یادو ژمنيو او اړتیا وړ توکو د مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی. 

شعبان المعظم ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS