د میدان وردګو ولایت په زندان کې د بیا رغونې چارې پایته ورسېدې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۶:۴۴
د میدان وردګوخبر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، د یاد ولایت د زندان د امر محترم مولوي صلاح الدین په هڅو او د دغې ادارې په مالي لګښت د میدان وردګو په زندان کې د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پایته ورسېدې.
د نوموړي زندان د مسوولینو په خبره، د برېښنایي سیسټم بیا فعالول، رنګمالي او د ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم په دې چارو کې شامل وو.
همداشان، نوموړي مسوولین وايي د میدان وردګو ولایت د زندان د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې زندانیانو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

محرم الحرام ۸/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS