د لوګر ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۶:۵۲
لوگر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل لله "بکتاش" په ګډون درې کسیز پلاوی لوګر ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم ملا رحمت الله " عمري"  د دې ولایت د زندان د نوي امر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.

په دې اړه د جوړو شویو مراسمو کې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له نوي امر سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

محترم قاري همدرد په خپلو خبرو کې وویل: «اوس مونږ ته ښه زمینه برابره شوې ده چې د خپل ولس خدمت وکړو څو الله (ج) او هغه بنده ګان را څخه راضي شي»

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د دغه زندان

اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونه، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړ ( اعاشې) اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیایي چارو لیدلو ترڅنګ د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.

محترم قاري همدرد لوګر ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.

صفر المظفر۲۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS