د غزني ولایت د زندان د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د ګیلان، مقر او قره باغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه
د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي، تېره ورځ د یاد ولایت د ګیلان، مقر او قره باغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ له ولسوال سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، محترم قاري عادل په مشرۍ پلاوي د نوموړو توقیفخونو د توقیفیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې نوموړو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.
پلاوي د یادو توقیفخونو مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو محاکماتي چارو کې د اسانتياوو پر زیاتولو او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
شوال المکرم ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت