د غزني ولایت د زندان د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د ګیلان، مقر او قره باغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Apr 30 2024 2:10 PM
غزنی

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي، تېره ورځ د یاد ولایت د ګیلان، مقر او قره باغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ له ولسوال سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم قاري عادل په مشرۍ پلاوي د نوموړو توقیفخونو د توقیفیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې نوموړو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.

پلاوي د یادو توقیفخونو مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو  محاکماتي چارو کې د اسانتياوو پر زیاتولو او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

 

شوال المکرم ۲۱/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS