د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې سره د روغتیايي او نورو اړینو توکو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ نن(دوشنبې) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د حمام د صابون، د جامو مینځلو پوډرو، د غاښونو کریم او برس، د اوبو ترموز، جارو او دسترخوان په ګډون د یو اندازه نورو اړتیا وړ توکو مرسته وشوه، چې د مسوولینو له خوا او د یادې کمېټې د استازو په شتون کې په شفافه توګه د نوموړې توقیفخونې پر توقیفیانو ووېشل شول.
د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې مسوولینو له نوموړې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، دا ډول مرستې مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې نور کورني او نړۍوالو بنسټونه دې هم د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره د زندانیانو د لا ښې ساتنې په برخه کې د هغوی د ژوند لومړنیو او نورو اړینو توکو په برابرولو کې مرسته او همکاري وکړي.
ذوالحجة الحرام ۱۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
