د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د مرکزي محبس او توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۴:۲۲
2

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" نن (یکشنبې) د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د مرکزي محبس او توقیفخونې له مسوولینو  سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو يې سره خبرې اترې وکړې.

د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د مرکزي محبس او توقیفخونې د ارزونې تر څنګ د زندانیانو او د هغوی د کورنیو غړو (پیوازانو) چې‎ غوښتل یې له خپلو زندانیانو سره وویني د دوي ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د ادارې له مسوولینو سره یې په ګډه ورته د حل ډاډ ورکړ.

 

داراز، محترم مولانا د کابل ولایت د مرکزي محبس او توقیخونې اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونو، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې ولیدلې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

په پای کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي مسوولينو څخه د ښه خدمتونو  رامنځ کولو په موخه مننه وکړه او هغوی ته یې لارښونه وکړه څو زندانیانو لپاره د ژوند ‎لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

 

صفر المظفر ۱۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS