د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د مرکزي محبس او توقیفخونې څخه ليدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" نن (یکشنبې) د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د مرکزي محبس او توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو يې سره خبرې اترې وکړې.
د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د مرکزي محبس او توقیفخونې د ارزونې تر څنګ د زندانیانو او د هغوی د کورنیو غړو (پیوازانو) چې غوښتل یې له خپلو زندانیانو سره وویني د دوي ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د ادارې له مسوولینو سره یې په ګډه ورته د حل ډاډ ورکړ.
داراز، محترم مولانا د کابل ولایت د مرکزي محبس او توقیخونې اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونو، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې ولیدلې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.
په پای کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي مسوولينو څخه د ښه خدمتونو رامنځ کولو په موخه مننه وکړه او هغوی ته یې لارښونه وکړه څو زندانیانو لپاره د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
صفر المظفر ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
