د زندانونو چارو د سمون ادارې په امنیتي غونډه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وشوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۵:۴۸
نشست امنیتی

دغه غونډه، چې نن(دوشنبې) د یادې ادارې د نظامي چارو مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحدې قوماندنۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" او د مرکزي بېلابېلو امنیتي برخو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د اړوندو مسوولينو له خوا د مرکز او ولاياتو د زندانونو د امنيتي چارو او ترسره کړو فعالیتونو په هکله ریپوټونه وړاندې او په دې برخه کې د لازياتو تدابيرو لپاره ګټور بحثونه وشول. 
دغه راز، د زندانونو يو شمېر امنيتي مسوولينو په غونډه کې له ځينو ستونزو، نيمګړتياوو او اړتیاوو يادونه وکړه، چې د ادارې د نظامي چارو د مرستيال له خوا ورته د حل او رسېدنې لپاره ژمنه وشوه.
همدا شان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" یو ځل بیا د ادارې پر نظامي پرسونل غږ وکړ چې د نظم او ډېسپلین رعایتولو او د نظامي یوینفورم استفادې ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او ورسپارل شوي مسوولیتونه پروخت ترسره کړي.
په ورته مهال، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو ته وویل: « د زندانیانو لپاره د امنیت خونديتوب ستاسو دنده ده نو کوښښ وکړئ چې په ښه ترسره کولو سره یې هم  الله (ج) او  هم د هغه بنده ګان در څخه راضي شي».
داراز، د غونډې په پای کې د ټولو امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ یې د کارونو لا ښه پرمختګ لپاره د پوره همغږۍ او همکارۍ زیاتولو په هیله د خیر دعا وشوه. 

صفر المظفر ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS