د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندهار او زابل ولایتونو له زندانونوڅخه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۶:۹
kanahar

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشري او د قضیو د څېړنو  امر محترم قاري رحیم الله "جراح" په ګډون یو پلاوی کندهار او زابل ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو ولایتونو د مرکزي زندانونو او د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي له یادو مسوولینو سره په دې بحث کې د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړو ولایتونو د بندیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه د دغې ادارې د رهبرۍ لازمې لارښوونې شریکې کړې.
داراز، د محترم مولوي محمد په مشرۍ پلاوي د دې ولایتونو د زندانونو له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه تر ارزونې وروسته، ډاډ ترلاسه کړ.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې او په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو پیاوړتیا او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې، ورته کوښښونو ته دوام ورکوي.

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS