د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندهار او زابل ولایتونو له زندانونوڅخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشري او د قضیو د څېړنو امر محترم قاري رحیم الله "جراح" په ګډون یو پلاوی کندهار او زابل ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو ولایتونو د مرکزي زندانونو او د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي له یادو مسوولینو سره په دې بحث کې د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړو ولایتونو د بندیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه د دغې ادارې د رهبرۍ لازمې لارښوونې شریکې کړې.
داراز، د محترم مولوي محمد په مشرۍ پلاوي د دې ولایتونو د زندانونو له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه تر ارزونې وروسته، ډاډ ترلاسه کړ.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې او په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو پیاوړتیا او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې، ورته کوښښونو ته دوام ورکوي.
ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
