د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ څلور کسیز پلاوي د خپل رسمي سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه کړې او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر مالي، صنعتي، تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث کړی دی.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه يې معلومات راټول او ژمنه یې کړې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره به یاد معلومات شریکوي، څو په مرکز کې ورته د حل لازمه لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
جمادي الثاني-۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت