د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Dec 31 2023 10:04 AM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ څلور کسیز پلاوي د خپل رسمي سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه کړې او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر مالي، صنعتي، تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث کړی دی.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه يې معلومات راټول او ژمنه یې کړ‎ې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره به یاد معلومات شریکوي، څو په مرکز کې ورته د حل لازمه لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

جمادي الثاني-۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS