د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کونړ له زندان څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد زندان له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په ورته مهال، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی د یاد زندان د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د نظامي پرسونل لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
