د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کونړ له زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Sep 14 2023 11:37 AM
معاون نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد زندان له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

په ورته مهال، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی د یاد زندان د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د نظامي پرسونل لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS