د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس او سیمینار له روان بهیر څخه ارزونه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۴۶
ma

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" نن(چهارشنبې) په داسې حال کې چې د د دې ادارې د کابل ولایت د ښوونیز مرکز قومندان محترم سمونوال محترم ملا محمدعالم "معتصم" او د نظامي برخې یوشمېر نورو مسوولینو يې هم ملتیا کوله، د نوموړي سیمینار له د زده کړو له بهیره د لیدنې پرمهال ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، له دې فرصت او د ښوونکو له تجربو څخه په استفادې هم خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره او هم دې ترلاس لاندې پرسونل خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړئ.

داراز، د نظامي چارو مرستیال زیاته کړله، نوموړې اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې نظامي پرسونل ته داسې ښوونیزې او روزنیزې برنامې جوړ کړي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ او زړورتیا سره ترسره کړي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر زیاتوي: « د زندانیانو ساتنه او پالنه زموږ مسوولیت دی، زندانیان باید دې ته اړه کړو څو دلته په زندان کې دیني، عصري، حرفوي او سواد زده کړې وکړي او د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌ الله) له لوري د زندانیانو لپاره جوړ شوی (۳۹) ماده ییز طرزالعمل باید په خپلو ذهنونو کې ثبت او د هغوی انساني او شرعي حقونو ته لازیاته پاملرنه وکړو ».

همداراز، د نظامي چارو مرستیال د یاد ښوونیز مرکز د ټولګیو څخه د لیدنې ترڅنګ د کورس ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخيستنې زندانیانو سره ښه چلند، نیک اخلاق، صبر او استقامت څخه کار واخلي څو دا د دې سبب شي چې زندانیان د خپلو له تیرو کړنو پېښمانه او په راتلونکې کې د یو عالم، حافظ، ښوونکي او ګټور وګړي په توګه کورنۍ او ټولنې د خدمت وړ وګړځي.

د یادونې وړ بولو، یاد کورس د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز او ولایتونو اړوندو نظامي مسوولینو لپاره د زندانیانو د ساتنې، پالنې او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او بنسټیزو انساني او شرعي حقونو د لاښه رعایتولو په اړه د پوهاوي او وړتیا لوړونې په موخه جوړ شوی.

 

محرم الحرام ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS