د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیزو مسلکي ۳ میاشتیني او ۲ میاشتیني کورسونو څخه د (۳۴) ولایتونو د زندانونو (۱۵۲) تنه نظامي پرسونل فارغ شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۵
فراغت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۱۶) تنو افسرانو او ساتنمنانو د ۳ میاشتینیو او د د ښوونې او بیا روزنې (۳۶) تنه امرینو د دوه میاشتنیو دورو په ترڅ کې د عقیدتي، د بندیانو د ساتلو، هغوی سره ښه چلند کولو، د هغوی د شرعي او انساني حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډسپلین اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ترلاسه او نن(چهارشنبې) یې د یو لړ مراسمو پرمهال د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د نظامي معاونیت د ارکان ر ئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د یادې ادارې یو شمېر رئیسانو او نورو ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود، نوموړ فارغانو ته په خپلو خبرو کې وویل: « تاسو ته زندانیان په دې نیت  درسپارل شوي چې د هغوی په ښه پالنه او روزنه کې خپلې هڅې لا زیاتې او د اصلاح سبب وګرځی ».

محترم الحاج محمد کاظم "طارق" زیاته کړله، باید ټول مسوولین او موظفین هڅه وکړي چې له زندانیانو سره د نېکو او ښو اخلاقو پربنسټ چلند وکړي، ښه ساتنه او پالنه یې وکړي او د سالمې روزنې په موخه ورته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابر کړي، څو دوی په راتلونکې کې د ناروا کړنو له ترسره کولو پښېمانه او د سالمو، پوهو او کاسبو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شي.

په ورته وخت کې، د دې ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" او د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" د خپلو ویناوو په ترڅ کې نوموړو فارغانو ته په خطاب کې وويل: « تاسو ته درکول شوې دندې یو امانت دی او دا امانت هغه وخت پرځای کولی شئ، چې دلته له ترلاسه کړو زده کړو د هغو ښه ترسره کولو لپاره استفاده وکړئ او د شرعي او قانوني اصولو سره سم یې پر مخ بوځئ». 

یاد مراسم، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیزو مسلکي کورسونو (۱۵۲) تنو ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو پر ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېدل.

 

رجب المرجب ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS