د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت د زندان له زندانیانو سره په لیدنه کې: زندان د محکومینو د اصلاح او روزنې ځای دی

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۶:۱۲
د ننگرهار خبر

محترم مولوي محمد یوسف"مستري" تېره ورځ د یادې ادارې د نظامي چارو د معاونیت د رئیس ارکان محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" په ملتیا ننګرهار ته سفر وکړ، د هغه ولایت د زندان وضعیت یې و ارزاوه او له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د زندان زندانیانو د محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې مثبت یاد کړ، خو د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله، چې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې دا غوښتنه به یې عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړې، څو ورته پروخت رسېدنه وشي.
په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، اباتې، د برېښنا خدمت وړاندې کولو او تعمیراتي،روغتیايي چارې، امنیتي پوستې،ټاورونه او قرولونه له نږدې وارزول او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

محرم الحرام ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

BACK TO NEWS