د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ایران د قضاییه قوې له پلاوي سره وکتل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۵:۵۵
هیت ایرانی

محترم مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ په داسې حال کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د مقام سلاکار محترم قاري رحمت الله " ګلزاد" او د دغې ادارې یو شمېر نورو مسوولینو، د عدلیې وزارت د مدني قوانینو رئیس مولوي عزیزالرحمن او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست مرستیال محترم ډوکټور مولوي غلام حضرت "برهاني" هم شتون درلود، په کابل کې د ایران د قضاییه قوې له څلور کسیز پلاوي سره د دې کتنې پرمهال په افغانستان کې د زندانیانو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، په دې کتنه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ او مسوولینو یاد پلاوي ته د دغې ادارې له خوا په ټولو محابسو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ښځینه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د ژوندانه د برابرو شویو اسانتیاوو ترڅنګ، د دیني او عصري علومو، د کسب زده کړې او بیا روزنې لپاره یې د مثبتو برنامو په هکله هراړخیز معلومات ورکړل، چې د پلاوي د خوښۍ وړ وګرځېدل او ویې ویل: « د دې معلوماتو په اورېدو سره موږ ډاډه یوو چې دا اداره به زندانیانو ته د نورو ښو او مثبتو برنامو او بوختیاوو لپاره نور ګټور پلانونه هم ولري».
داراز، نوموړي پلاوي ژمنه وکړه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
تر یادو خبرو اترو وروسته، دواړه لوري د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ته ولاړل او هلته یې له توقیفیانو سره د لیدنې پرمهال د هغوی د حال پوښتنه وکړه، چې یادو توقیفیانو هم له دوی سره د توقیفخونې د مسوولینو چلند ډېر ښه وګڼه او د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې او عدلي او قضايي اورګانونو څخه یې د مننې ترڅنګ، په توقیفخونه کې د دوی د ژوندانه اړوند چارو د لاښه مدیریت هیله څرګنده کړه.
له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد کمېسیون د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په ایران هېواد کې شاوخوا (۵) زره افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي، چې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه په سپارښتنه او شفقت او د یاد کمېسیون د هلو ځلو پرمټ تېرکال هم د (۳) پړاوونو په ترڅ کې د یو شمېر ښځینه وو په ګډون څه باندې (۱۱) سوه تنه افغان زندانیان افغانستان ته راولېږدول او د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شول.

رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه : (غور، هرات) د غور ولایت د زندان (۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئیس سره ولیدل.

 

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په استانبول کې د ا.ا.ا. جنرال قونسل محترم مفتي محمد عظيم "عظيمي" په ملتیا د  زندانونو د روزنې او. . .

BACK TO NEWS