د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ناسته کې پرمهمو مسایلو خبرې اترې وشوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۴:۱۰
کمیسیون

ياده ناسته، چې نن(دوشنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو  مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د بشري سرچېنو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس مولوي خالقداد "رحمت" عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د نظامي ښوونې او روزنې واحدې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محترم مولوي شرافت الله "حقاني"  د پژند مدیر محترم مولوي شاه محمد "مفکر" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري، حقوقي او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

داراز، د کمېسیون غړو هم په اجنډا کې د شاملو نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د یاد کمېسیون د رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي قوانینو او اصولو سره سمې پرېکړې او ټولو مسوولینو ته یې د کارونو او چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

د صفر المظفر۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS