د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ناسته کې پرمهمو مسایلو خبرې اترې وشوې
ياده ناسته، چې نن(دوشنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د بشري سرچېنو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس مولوي خالقداد "رحمت" عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د نظامي ښوونې او روزنې واحدې قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محترم مولوي شرافت الله "حقاني" د پژند مدیر محترم مولوي شاه محمد "مفکر" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري، حقوقي او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
داراز، د کمېسیون غړو هم په اجنډا کې د شاملو نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د یاد کمېسیون د رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي قوانینو او اصولو سره سمې پرېکړې او ټولو مسوولینو ته یې د کارونو او چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.
د صفر المظفر۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت