د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همکارۍ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو لپاره عقیدوي، فکري او اصلاحي درې ورځینی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۹
پالیسی جدید

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې چې د دې ادارې ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او یو شمېر مسوولینو ګډون درلود، وویل چې په زندان کې له ښوونیزو او رزونیزو برنامو څخه د ګټې اخیستنې سره د ځان اصلاح په فکر کې شئ او د تیرو ناوړو کړنو څخه پېښمانه او د بند مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شئ.

داراز، محترم مولوي صدیق الله صدیقي او محترم مولوي نظر محمد ناصري د علم په ارزښت خبرې وکړې او زندانیانو ته یې په خپلو خبرو کې وویل؛ دلته چې درته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې، ترې ګټه پورته کړئ څو په مټ یې وکولی شئ د سالمو وګړو په څیر ټولنې سره یو ځای شئ.

د یادونې وړ ده چې دغه سمینار به د څرخي پله مرکزي زندان نورو بلاکونو کې هم ترسره او یوه نېمه میاشت به دوام وکړي.

 

رجب المرجب ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS