د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۲۷
هلمند

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاء الدین سره ولیدل، چې نوموړي ورته له خپله اړخه د دې زندان زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله معلومات ورکړ.
داراز، د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان د زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د دې مرکز مسوولینو سره سلامشورې وکړلې.
په پای کې، د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د محبس زندانیانو لپاره له خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه ولیدل او د ښو خدماتو له شتون څخه یې خوښي څرګنده ګړله. 

شعبان المعظم ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS