د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۵۱
هلمند

 

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او د زندانیانو په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې نوموړو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ.

همدا راز، پلاوي نوموړو زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د تل په څېر به یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي، او اړوندو مسوولينو ته د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز، پلاوي د یاد زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره له  پخلنځي څخه هم ليدنه وکړه او د غذايي توکو د کیفیت، د پخولو د څرنګوالي په اړه یې له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او نوموړو ته یې د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، پلاوي د یاد زندان د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ربیع الثاني ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د مسوولینو  په وینا،. . .

BACK TO NEWS