د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Oct 13 2024 2:51 PM
هلمند

 

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او د زندانیانو په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې نوموړو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ.

همدا راز، پلاوي نوموړو زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د تل په څېر به یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي، او اړوندو مسوولينو ته د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز، پلاوي د یاد زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره له  پخلنځي څخه هم ليدنه وکړه او د غذايي توکو د کیفیت، د پخولو د څرنګوالي په اړه یې له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او نوموړو ته یې د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، پلاوي د یاد زندان د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ربیع الثاني ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS