د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندان په دنده پېل وکړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۴۵
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  دغې ادارې د قرارګاه د امنيتي قطعې د نوي قوماندان په توګه نن(شنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مل پاسوال مولوي سید محمد "مسلم" اړوند پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړله

  په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کارکوونکو ریاست رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن"سعید"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یوشمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو، محترم مل پاسوال مولوي سید محمد  "مسلم " د امنیتي قطعې د نوي قوماندان په توګه اړوند پرسونل ته وپېژندل شو.

داراز،  د نظامي چارو مرستیال د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، هیله لرو چې دغه تغییر او تبدیل د چارو د ښوالي او پرمختګ سبب وګرځي او په دې  برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال د مخکیني امنیتي قطعې د قوماندان کړنې وستایلې او د یادې قطعې له پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

همداراز، محترم مولوي ضیاءالرحمن"سعید"د خبرو پرمهال له نوي قوماندان څخه و غوښتل څو په چارو کې د مشرانو اطاعت او همغږۍ سربېره ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

 په پای کې، محترم مولوي سېد محمد " مسلم " په خپلو خبرو کې وویل: « تل به خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو». 

 

ذوالحجة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS