د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندانۍ قرارګاه د ارکان نوي رئیس په دنده پیل وکړ

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۱
۸۷۷

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم سمنوال ملا شریف الله "طالب" اړوند پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړله

  په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او یوشمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وو، محترم سمنوال ملا شریف الله "طالب"  د څرخي پله مرکزي زندان د امنیتي قطعې قوماندانۍ قرارګاه د ارکان نوي رئیس په توګه اړوند پرسونل ته وپېژندل شو.

دا راز، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یادو مراسمو پرمهال، خپلو خبرو کې وویل، هیله لرو چې دغه تغییر او تبدیل د چارو د ښوالي او پرمختګ سبب وګرځي او په دې  برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" مخکیني د امنیتي قطعې قوماندانۍ قرارګاه د ارکان رئیس کړنې وستایلې او د یادې قطعې له پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په پای کې، محترم سمنوال ملا شریف الله "طالب" په خپلو خبرو کې وویل: « تل به خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو». 

 

 

صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS