د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ارزونه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۳۸
مرکز اصلاح

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغه مرکز رئیس محترم مولوي عطا محمد"محمد" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

همداشان، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.

همداډول، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شتو نیمګړتیاوو د بشپړولو او حل ترڅنګ یې د هغوی د نظافت په پام کې نیولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"  او مل پلاوي یې د نوموړي زندان د خوړو، اباتې، د برېښنايي، تعمیراتي او روغتیايي چارو  په جلا جلا توګه د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او شته نېمګړتیاوې یې په ګوټه او  د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیا ولایت د زندان ملکي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، دې یاد زندان ملکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ارزونه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغه مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل"سعید" او مل پلاوي یې د شپې ناوخته د نوموړي ولایت د شېرزادو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

BACK TO NEWS