د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ارزونه وکړله

news_admin
Wed, Aug 12 2026 2:38 PM
مرکز اصلاح

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغه مرکز رئیس محترم مولوي عطا محمد"محمد" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

همداشان، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.

همداډول، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شتو نیمګړتیاوو د بشپړولو او حل ترڅنګ یې د هغوی د نظافت په پام کې نیولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"  او مل پلاوي یې د نوموړي زندان د خوړو، اباتې، د برېښنايي، تعمیراتي او روغتیايي چارو  په جلا جلا توګه د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او شته نېمګړتیاوې یې په ګوټه او  د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

 

صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS