د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل ریاست استازي د ننګرهار له والي او امنیې قوماندان سره ولیدل

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۵۷
خوشی شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل ریاست استازي د نوموړي ولایت له والي محترم ملا محمد نعیم "اخند" او  امنیې قوماندان سره د خوشې شویو بندي مجاهدینو د برخلیک، پر لازمو دندو یې د ګومارلو، د دوی د حقونو رعایتولو، د ژوندانه لپاره د پام وړ اسانتياوو برابرولو، روغتیايي ستونزو ته یې د پاملرنې او نورو اړوندو موضوعګانو په هکله بحث او سلا مشورې وکړې.
داراز، استازي د خپل ریاست پلانونه او برنامې له یادو مسولینو سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د لازمو  همکاریو غوښتنه وکړه، چې هغوی له خوا په دې برخه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د همکارۍ ژمنه وشوه. 

همدا شان، د ننګرهار والي محترم ملا محمد نعیم "اخند" له هغه مجاهد سره هم ولیدل چې د(۵) کاله بند له تېرولو سربېره یې د کورنۍ (۱۱) غړي شهیدان شوي وو او ورته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې په قانوني ډول رسېدنه وشي.

محرم الحرام ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS