د جوزجان او سرپل زندانونو لپاره نوي مسولین په دندو و ګومارل شول
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ یوه پلاوی جوزجان او سرپل ولایتونو ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم ېې محترم مولوي امرالدین"یاسر" د جوزجان زندان امر، محترم مولوي ګل محمد "بلخي" یې د سرپل زندان امر او ترڅنګ یې محترم مولوي صنعت الله د دې زندان د نوي امنیتي مرستیال په توګه د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د یادو زندانونو پرسونل ته معرفي کړل.
داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو ویناوالو د دې ولایتونو د زندانونو د مخکینيو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو زندانونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د نوموړو ولایتونو لپاره نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره پر مخ وړي.
صفر المظفر ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت