د جوزجان او سرپل زندانونو لپاره نوي مسولین په دندو و ګومارل شول

news_admin
Tue, Sep 12 2023 10:56 AM
جوزجان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ یوه پلاوی جوزجان او سرپل ولایتونو ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم ېې محترم مولوي امرالدین"یاسر" د جوزجان زندان امر، محترم مولوي ګل محمد "بلخي" یې د سرپل زندان امر او ترڅنګ یې محترم مولوي صنعت الله د دې زندان د نوي امنیتي مرستیال په توګه د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې  د یادو زندانونو پرسونل ته معرفي کړل.

داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو ویناوالو د دې ولایتونو د زندانونو د مخکینيو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو زندانونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د نوموړو ولایتونو لپاره نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ  سره پر مخ وړي.

 

صفر المظفر ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS