د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د زابل ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۳۰
زابل

د ا.ا.ا. د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله " عبدالله " په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو زابل ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي ملا حکمت الله "خطاب" سره تر لیدو وروسته د دې زندان اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو برنامو، کتابتون، روغتیايي، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، ډېره ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت په څرګندونولو یو لړ غوښتنې له نوموړي پلاوي سره شریکې کړې، چې پلاوي هم د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون مشر او غړو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه د زابل ولایت د زندان زندانیانو ته د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هغه یې وستایلې.

 

ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د غزني ولایت د ماشومانو د  اصلاح او روزنې له مرکز سره د درسي توکو مرسته وشوه

د دغه زندان د رهبرۍ په هڅو او د غزني ولایت د معارف ریاست له لوري د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د ښوونځي د بکسونو، کتابچو او قلمونو په ګډون یو اندازه درسي توکو مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۳۰
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د زابل ولایت د زندان ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله " عبدالله " په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو زابل ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه(بلخ، خوست، غزني) د بلخ، خوست او غزني ولایتونو زندانونو کې د زمري د ۲۴مې د بریا عظیمې فتحې او خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د جلا جلا پرتمینو مراسمو پرمهال لمانځغونډې ترسره شوې

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، نظامي او ملکي کارکوونکو ګډون کړی و.

په لمانځغونډو کې ویناوالو د زمري د ۲۴مې ورځې پر تاریخي اهمیت خبرې وکړې او دا یې د افغانستان د. . .

BACK TO NEWS