د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د زابل ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
Mon, Aug 17 2026 2:30 PM
زابل

د ا.ا.ا. د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله " عبدالله " په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو زابل ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي ملا حکمت الله "خطاب" سره تر لیدو وروسته د دې زندان اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو برنامو، کتابتون، روغتیايي، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، ډېره ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت په څرګندونولو یو لړ غوښتنې له نوموړي پلاوي سره شریکې کړې، چې پلاوي هم د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون مشر او غړو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه د زابل ولایت د زندان زندانیانو ته د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هغه یې وستایلې.

 

ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS